د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، چې د سوداګرۍ او صنعت د لا پرمختګ لپاره غواړي په دې ولایت کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړ کړي. د زابل د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد نظیر حمزه وايي، چې د صنعتي پارک لومړني کارونه خلاص شوي، ځمکه ورته ځانګړې شوې او د نورو کارونو لپاره یې هلې ځلې روانې دي. د نوموړي په خبره په دغه ولایت کې د صنعتي پارک په جوړېدو سره به له یوه لوري کاري بوختیاوې زیاتې شي او له بل پلوه به د دې ولایت تولیداتو ته د بازار موندنې او اقتصادي پياوړتیا برخه کې مرسته وکړي.
































