د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې ۷ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې دغه سړک د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د ګوشتې ولسوالۍ په کهجورۍ سیمه کې جوړ شوی دی. د یادولو وړ ده، چې د دې سړک د جوړېدو پرمهال دسیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د یاد سړک په جوړېدو سره د ګوشتې ولسوالۍ کهجورۍ سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې تر یوې کچې هوارې شوې دي.
































