په چین کې د افغانستان سفارت وايي چې چین غواړي په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په ختمولو کې همکاري وکړي. دغه سفارت ویلي، دا خبره پرون د چین د نړیوالې پراختیا د همکارۍ ادارې مرستیال لې مینګ د سرپرست حکومت له سفیر سره په کتنه کې کړې ده. د سفارت د اعلامیې له مخې لې مینګ ویلي، له افغان چارواکو سره په همغږۍ غواړي د لارې یوه نقشه جوړه او د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو لپاره خپلې مرستې وکړي. په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم په کې ختمه شوې نه ده.
































