د ارزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ په تګابدار سيمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، پېښه پرون ناوخته د ګیزاب ولسوالۍ په تګابدار سیمه کې رامنځته شوې او ټپیان روغتون ته وړل شوي. سرچینې ویلي چې په تګابدار سيمه کې مسافر وړونکی موټر له خپل مسير څخه اوښتی او ياده مرګژوبله يې رامنځته کړې. په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دلويو لارو خرابوالۍ او د موټر چلوونکو بي احتياطي ډيری وخت د ټرافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
































