د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې يې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۴۸۱ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لرلې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې له دې منځه ۴۷۷ مېلیون ډالره یې واردات او پاتې نور یې صادرات دي. ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مثبت لید درلود. د یادې خونې غړی خانجان الکوزی وايي، د ترکمنستان له لوري افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وايي چې له دې ننګونو سره سره د تورغونډۍ او آقینې بندرونه د افغانستان او ترکمنستان له مهمو بندرونو ګڼل کېږي، چې هره ورځ د دواړو هیوادونو سوداګریز او ټرانزیټي توکي ورباندې لیږدول کیږي.
































