ملګري ملتونه وايي، سږ کال تر یولک ډېر افغانان په خپل هېواد کې دننه د جګړو له امله بېځایه شوي دي. د ملګروملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا اوچا همداراز وايي چې تېره اوونۍ د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د شدیدو جګړو له کبله نږدې ۱۰ زره تنه بېځایه شول او شپږ سوه نور په ورته علت د افغانستان په جنوب کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول. ملګروملتونو ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۱۲ سوه ډېر ملکي وګړي وژل شوي هم دي. د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په کندوز او تخار ولایتونو کې یې ټولټال ۴۳۸ کورنیو ته چې جګړو ځپلي، بشري مرستې رسولي دي.
































