یو شمېر ترکي پانګوالو د سرپرست حکومتله اداري مرستيال سره په لیدنه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره افغانستان کې بشپړ امنيت تامین شوی او هغوی له دې فرصت څخه په استفادې تیار دي، چې د کانونو استخراج، د تولیدي کارخونو جوړولو، د کرنې، انرژۍ، ټکنالوژۍ او یو شمېر نورو برخو کې پانګونه وکړي.په دې لیدنه کې اداري مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
































