د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شهر نو پروژه د دغه ولايت د سميه ييزو مسوولينو له لوري پرانیستل شوه. د یاد ولایت مرستیال والي د دغه پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې سرپرست حکومت ولس د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول هلو ځلو څخه ډډه نکوي. نوموړي په بهر کې له مېشتو افغان سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او د افغانستان په بيارغونې او پرمختګ کې ونډه واخلي. په همدې حال کې د شهر نو پروژې د مطبوعاتو مسوول سيد عقيل بلخي وايي چې دغه ښارګوتی د ۲۸۰۰ جریبه مساحت په درلودلو سره د ۸ زره نمرې ځمکې په درلودلو سربېره پکې د سړکونو، پارکونو، ښوونځيو، مدرسو او همدارنګه د اداراتو لپاره ځانګړي ځايونه په پام کې نيول شوي دي. د يادونې وړ ده چې د مزارشريف ښار د شهرنو ښارګوټې چارې په تېر نظام کې د يو شمېر ستونزو له کبله درول شوې وې اوس بېرته پرانیستل شوې.
































