د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د څه باندې ۱۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۲.۵ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. د یادې ادارې په وینا؛ په یاده میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
































