د افغانستان د ويلچر باسکيټبال لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې د فیلیپین لوبډلې ته هم ماتې ورکړه. د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوي او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي. په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله درېیمهلوبه کې د فیلیپین لوبډلې ته د ۷۸- ۴۸ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او درېیمه بریا یې خپله کړه. په دغو سیالیو کې افغانستان له متحده عربي اماراتو سره هم لوبیږي.
































