ولسمشر غني د لوی اختر له لمانځه وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ کې په خپل اختریز پیغام کې وویل، د اختر تر څلورمې به د طالبانو هغه ۵۰۰ نور بندیان خوشې کړي، چې د طالبانو ورکړل شوي نوملړ کې نه شته، خو د طالبانو ورکړل شوي نوملړ کې ۴۰۰ داسې بندیان شته، چې د هغوی په اړه باید جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي. نوموړي وویل، د طالبانو په دې ۵۰۰ خوشي کېدونکو بندیانو کې د ولایتونو او قومونو ترتیب په پام کې نیول شوی، چې په وینا یې د ټولو خوشي شویو طالب بندیانو شمېر ۵۱۰۰ ته رسېږي. نوموړي زیاته کړه، د طالبانو د هر وړوکي مثبت ګام په بدل کې افغان حکومت څو ګامونه مخته شوی دی. ولسمشر غني پر طالبانو یوځل بیا غږ وکړ چې د افغان حکومت له مذاکراتي ټیم سره خبرې پیل کړي، چې په لړ کې یې د پاتې بندیانو په اړه بحث وشي. نوموړي تېره ورځ کندهار او لوګر ولایت کې د ولسي وګړو وژنو او بریدونو ته په غبرګون کې وویل، دا پېښې په کلکو ټکو غندي.
































