د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي وايي چمن کې د تېرې ورځې پېښې د وضعيت په اړه يې په کابل کې خپل سفير ته ویلي، چې له افغان چارواکو سره په دې اړه خبره وکړي. د راپورونو له مخې ویل کیږي نن هم لاریون دوام لري او د پاکستاني ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته کې شپږ تنه نور هم ټپیان شوي دي. په همدې حال کې د افغانستان وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د پاکستانیو ځواکونو هر ډول اقدام باندې بالمثل عمل وکړي. سرچینې زیاته کړې چې د ډیورنډ پر فرضي کرښې افغان ځواکونه مجهز شوي دي. د ملي دفاع وزارت ویلي چې د لوی درستیز په لارښوونه د هیواد هوایي ځواک او ځانګړي ځواکونه په تیارسي حالت کې دي او د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو د دوام په صورت کې به بالمثل عمل کوي.












