د زابل په مرکز قلات ښار اړوند سیمو کې د یون میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت درې ښوونځي جوړېږي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس ویلي چې دغه ښوونځي به د کاکړانو، خرواریانو او باوړۍ سیمو کې ورغول شي. بلخواد یاد ولایت د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د یادو ولسوالیو ډېری لرېپرتو سیمو کې لاهم د زدهکړو لپاره ښوونځي نشته چې له امله یې ګڼشمېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې دي. دوی هیله وښوده چې راتلونکي نوي کال کې سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونه د یادو درې ولسوالیو په لرېپرتو سیمو کې نوي ښوونځي جوړ کړي.












