ملګري ملتونه وايي، چې په هرات کې له زلزلې درې میاشتې وروسته اوس له ۳۱ زرو ډیرې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي. دغه سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ د اغېزمنو کورنیو لپاره د ملاتړ او خوندي ځایونو په چمتو کولو کې مرسته کوي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي، په پلان کې لري چې د ټولو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه په جوړولو تمرکز وکړي او د اوږدمهاله بیارغونې پلان د یوې برخې په توګه بنسټیزې زیربناوې، لکه د اوبو لګولو کانالونه، بازارونه، ښوونځي او روغتايي مرکزونه هم ورغوي. د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له لوري تر دې مهاله د هرات ولایت په چاهک کلي کې ۲۳۵ کورونه جوړ شوي دي او له ۲۰۰ څخه ډیرو زیانمنو کورنیو په کې ژوند پیل کړی.












