د کاپيسا ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په لومړۍ حصه او دویمه حصه ولسوالیو کې ۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي. د یاد ولایت د برېښنا رییس ویلي، چې د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ په خمزرگر سیمه کې د ۲۵۰ او د حصه دوم ولسوالۍ په مرادخواجه سیمه کې د ۱۰۰ کیلو ولت په ظرفیت سره دوه ترانسفارمرونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. په ورته مهال د کاپيسا ولایت ځایي چاواکو ویلي، چې د خلکو په همکارۍ به د هېواد په آبادۍ کې د سترو او ودانیزو پروژو په پلي کولو سره زیات خدمتونه وړاندې کړي او ټولې پراختیايي پروژې به د هېواد له داخلي عوایدو څخه پلې شي.
































