افغانستان کې د روسیې سفارت ویلي چې د ۳۳ ټنه بشري مرستو جوپه یې پرون کابل ته رارسېدلې ده. دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په تازه مرستو کې خوراکي توکي شامل دي چې د هرات پر زلزله ځپلو خلکو به و ویشل شي. سفارت همداراز ویلي چې روسیه به د افغانستان خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
































