د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ له سیاسي مرستیال، مارکس پوټزل سره لیدلي دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ ګڼه پریکړه لیک په اړه خبرې شوي دي. حامد کرزي یو ځل بیا په هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره پر تفاهم او ملي خبرو اترو او د نجونو د پاتې ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی دی.
































