د ملګرو ملتونو یوې ادارې، په خوست ولایت کې د وړو کسبونو او کارونو په برخه کې له لسګونو ښځو سره د مالي مرستې خبر ورکړی دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون په خپل ټویټر لیکلي چې د شپږو ماشومانو مور بس بېګم، د دغو مالي مرستو له لارې توانېدلي خیاطي پیل کړي. دغې مېرمنې ویلي چې د هغو عوایدو له لارې چې ترلاسه کوي یې، کولی شي د خپلې کورنۍ لاسنیوی وکړي. دا نه دي ویل شوي چې په ټوله کې له څومره شمېر ښځو سره مالي مرسته شوې او څومره پیسې لګول شوي دي. بل لوري ته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی به یې تر څنګ وي.
































