د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ کې هغه هټۍ او منډوي تړل شوي چې پر کلدارو یې راکړه ورکړه کوله. د سپینبولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر عليمحمد حقمل وايي، یوازې د هغو کسانو هټۍ تړل کېږي چې وار-وار خبر ورکول شوی، خو بیا هم د افغانیو پر ځای پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي. د نوموړي په وینا، هغه کسان چې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي، تر نیولو وروسته به محکمې ته سپارل کېږي. هغه زیاته کړه چې په وار وار یې هټۍوالو ته خبر ورکړی چې یوازې به پر افغانیو راکړه ورکړه کوي، خو ځینې کسان له دې پرېکړې سرغړونه کوي. د سپینبولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر عليمحمد حقمل ټينګار وکړ چې له سرغړونکو سره به جدي چلن وشي.
































