روسیې د اروپایي ټولنې له لوري پر دغه هېواد وروستیو لګول شویو بندیزونو ته په اشارې ویلي چې د اروپایي ټولنې کړنو ته به ورته ځواب ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې د اروپایي ټولنې له لوري پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه غندل شوي او زیاته شوې ده چې په ډیپلوماسي کې هر عمل غبرګون لري او دوی به د یادې ټولنې وروستۍ غیر دوستانه کړنې بې ځوابه پرې نه ږدي.
































