د روغتیا نړیوال سازمان وايي له جاپان سره په ګډه یې په افغانستان کې د ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د ۶،۹ میلیونو ډالرو پروژه لاسلیک کړه. دغه سازمان وايي یاده بودجه یوازې د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لګوي. د (ډبلیو ايچ او) په وینا د جاپان د همکاریو نړیوال سازمان (جایکا) سره به د ساري ناروغیو په دغه ګډه پروژه کې له ۷۶ زره څخه زیاتو افغانانو ته خدمات وړاندې کړي. د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر لوو داپینک د جاپان د همکارۍ نړیوال سازمان سره د ۶،۹ میلیونو امریکايي ډالرو ګډه پروژه په جاپان کې لاسلیک کړه. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دغه ګډه پروژه کې به په افغانستان کې د ساري ناروغیو د اغېزو د مخنیوي او کمولو په برخه کې له ۷۶ زره څخه ډیر کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي.












