د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې د خوست ولایت د دوه مندو ولسوالۍ اړوند په انار باغ کلي کې د ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د یوه چکډېم جوړولو چارې پيل شوې دي. د مالوماتو له مخې دا پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت پلې کېږي چې چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې پای ته ورسېږي. د یاد ولایت د ځایي چارواکو په خبره، دغه چکډېم ۲۹متره اوږدوالی او ۴.۵ متره جګوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې لسګونه جریبه ځمکه د سېلابونو له تخریب څخه وژغورل شي. د یادولو وړ ده، چې د یاد چکډیم د جوړولو پرمهال به د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.