پاکستان سره د پکتيا خرلاڅي او د خوست غلام خان لارې هم پرانيستل شوې. خوست او پکتیا ولایتونو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونو مشرانو ویلي، چې له کوزې پښتونخوا سره د غلام خان او خرلاڅي لارې نن سهار بېرته پرانیستل شوېدي. دې سره، په پکتیکا ولایت کې د انګور اډې لار لا هم تړلې ده. د پکتیکا ولایت مقام ویاند امین الله مندیزي ویلي چې یاده لار د دواړو غاړو مېشتو غوښتنې نه منل کېدو له امله د پاکستاني لوري لخوا تړلې پاتې ده.












