د ملي مصالحې عالي شورا وایي د اوربند د غځېدو په تړاو یې هڅې پيل کړې دي. ددغه شورا ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی تمه لري چې په افغانستان کې د ښکېلو لورو ترمنځ اوسنی اوربند تر اختر وروسته هم وغځېږي چې د سولې لپاره د باور فضا پیاوړې شي. فریدون خوځون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد او د افغان حکومت له ځینو چارواکو سره پر دې مسئله سلا مشورې هم کړې دي او له دوی یې غوښتي چې باید د اوربند د غځولو پر لارو چارو فکر وکړي. د ملي مصالحې عالي شورا وایي اوربند او سوله د افغانانو ارمان دی او دې هدف ته رسېدو لپاره د اوربند غځېدل د باور فضا پیاوړې کوي او هیلې زیاتوي.
































