د هېواد په شمال کې د قوش تیپې کانال مسوولین وایي، د دغه کانال سربند چې د اوبو د مدیریت ۱۴دروازې لري چارې یي ۴۰ سلنه بشپړي شوي او د روان ۱۴۰۲کال تر پایه به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د مسوولینو په خبره، د دغې کانال په سربند کې څه باندې دوه زره کاریګر او ۱۰۰۰ عرادې ماشینرۍ په دوو وختونو کې کار کوي. دوی وايي، چې د دغه کانال په سربند کې کارېدونکي ساختماني توکي د افغانستان له خپلو تولیداتو څخه دي او پکې په کار بوخت ټول افغان انجینیران یې مسلکي دي چې په اړوندو مسوولیتونو کې له ځانه سره کلونه کاري تجربې لري.
































