د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال په افغانستان کې د یونسکو سازمان له رییسې پتریشا او مل پلاوي سره کتلي دي. نوموړي په دغه کتنه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره زیات شمېر تاریخي ابدو ته رسیده ګي شوې، لسګونه هغه آبدې، چې له خطر سره مخ وې ترمیم شوې دي او د تاريخي آثارو د قاچاق او غصب مخه ډب شوې ده. په ورته وخت کې د یونسکو سازمان مشرې په دغه کتنه ویلي، چې د کلتوري ميراثونو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې د ستاينې وړ دي. نوموړې زیاته کړې چې یونسکو په روان ميلادي کال کې د افغانسان د کلتوري او تاریخي هویت د ساتنې لپاره خپلو فعالیتونو پراخوي. هغې زیاته کړه، چې یونسکو د غور ولایت منار جام د استحکام لپاره او د بامیانو اونورو ځينو سيمو د ساتنې او مرستو لپاره د یو نوي پلان له مخې کار پيلوي.
































