د سرپرست حکومت د کابينې ۱۵مه غونډه کې د کوچیانو د ستونزو په اړه بحث شوی او د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ډېرې وچکالۍ ځپلو سیمو کې د دوی ستونزې وڅېړي او وروستی راپور دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. د کابينې په ياده غونډه کې همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوې، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي. په دغه غونډه کې په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي.











