په کابل کې د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار غونډه کې د هند شارژدافیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي. په کابل کې د هند شارژدافير په دغه غونډه کې چې پرون ترسره شوه، همدا راز یې له افغانانو سره خپلې اړيکې تاريخي بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاريو پر داسې یوې تګلارې ټينګار کړی، چې د افغانانو په ګټه وي. نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پرمهال همدا راز د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په پرختیا هم ټينګار کړی. په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان شارژدافير عبیدالرحمن نظاماني بیا د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار په غونډه کې په سيمهييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول مهم بللی دی. نظاماني زیاته کړې، چې سرپرست حکومت په اقتصاد او امنیت کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سترو اقتصادي پروژو پلې کولو ته یې ښه زمینه برابره کړې ده.
































