د ورېښمو لارې شرکت مسوولینو د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي؛ دوی چمتو دي، چې له اوبو او بادي سرچینو څخه د افغانستان د برېښنا په تولید او همدارنګه د مایع ګاز او تېلو د واردولو په برخه کې پانګونه وکړي. په دې کتنه کې د یاد وزارت سرپرست د دغه شرکت له مسوولینو ته د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی.
































