په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر، او د دغه سفارت ځینو سوداګریزو اتشو په پاکستان کې د افغان ټرانسپورټ د ټولنې له غړو سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ټرانسپورټ اړوند ستونزو په اړه خبرې کړې دي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې سرپرست سفیر ډاډ ورکړی چې یادې ستونزې به د دایمي حل په موخه له پاکستاني لوري سره شریکې کړي.
































