د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وايي، چې په هرات کې به ډېر ژر د تېلو د ۱۱ بلاکونو د را ایستلو چارې خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي. دغه موضوع د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د امو نفتي حوزې د ۶۰ زره ټنه اومه توکو د را ایستلو د داوطلبۍ په پروګرام کې یاده کړې ده. شهاب الدین دلاور وایي چې افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو به د تېلو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي. نوموړی زیاتوي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به افغانستان د نفتو او ګازو د کورنیو سرچینو له پلوه د ځان بسیاینې ترڅنګ د نفتي مواد صادرونکی هېواد هم شي. دلاور زیاتوي چې د نویو را ایستل شویو اومه نفتو د پلور له لارې به کابو ۲۷ مېلیونه امریکايي ډالر د سرپرست حکومت خزانې ته ورشي.












