د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د حکومت په بند کې د پاتې طالب زندانیانو د نه خلاصېدو په اړه د طالبانو له لوري خپره شوې وروستۍ خبرپاڼه چې پکې ویل شوي، که حکومت بندیان خوشې نه کړي دوی بین الافغاني خبرې نه پیلوي، سولې ته د یادې ډلې د ارادې ښکارندویي کوي. هغه دا څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته کړې او زیاته کړې یې ده چې طالبان تل پر جګړې ټینګار کوي خو په وینا یې افغانان به هیڅکله د دغې ډلې له پروپاګنده ونه وېرېږي؛ نو غوره ده ژر بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي څو روانه اوږده جګړه چې قربانیان یې افغانان دي پای ته ورسېږي. هغه د لویې جرګې په اړه وویل، د یادې جرګې چې ټاکل شوې د روانې اګسټ میاشتې په اتمه نېټه ترسره شي موخه یې د ۴۰۰ هغو خطرناکو طالب زندانیانو په اړه اجماع ده چې طالبان یې پر خوشې کېدو ټینګار کوي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دا بندیان د افغان حکومت او ځینې نورو هېوادونو په تور لیست کې دي او حکومت نه شي کولی له مشورو پرته یې خوشې کړي.
































