د خوست قلندر ولسوالۍ لپاره د څه د پاسه ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ودانۍ رغولو چارې پيل شوې. د خوست ولایتي چارواکي وايي، یاده ودانۍ په دریو پوړونو کې جوړېږي چې چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د چارواکو په خبره د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي خپلې ستونزې نږدې په خپلې ولسوالۍ کې حل کوي او اړ به نه وي، چې د تېر په څېر تر مرکز پورې تګ راتګ وکړي.
































