پښتون ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزی وایي، پاکستان تر انګرېز ډېر بدتر دی ځکه چې په خبره یې، هغوی پښتنو سره دومره جبر نه کاوه لکه اوس چې یې پاکستان کوي. نوموړي زیاته کړې، انګریزانو پښتنو ته د کرښې دواړو غاړو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله خو پاکستان نه یوازې دا چې لارې ورباندې بندوي؛ بلکې وژني یې. نوموړي نن په کوټه کې یوې خبري ناستې ته ویلي، که پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه خپلو غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي، پښتانه به بغاوت ته مجبور شي. هغه ویلي، پاکستان د دې پر ځای چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي یوه مړۍ ډوډۍ یې لا نه ده ورباندې پېرزو. اڅکزي افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې ویلي چې که پاکستان ایمانداري وکړي افغانستان سولې ته رسېدای شي.
































