د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د خصوصي شرکت له لوري د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکترونیکي سکنرونو د نصب طرحه تایید او د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره، د منظوري لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده. دې ناستې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو د ننګرهار ولایت په مهمندره ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د تیرپارک جوړولو طرحې د ارزونې راپور هم وړاندې کړی، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
































