د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، د ننګرهار پر محبس برید کې ۱۰ بریدګرو برخه لرله چې ټول یې د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي. دا برید چې پړه یې داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده پرون پیل او د نن ورځې تر شاوخوا پنځه بجو یې دوام وکړ. امان وایي چې په دې برید کې دوه سرتېري او د شپږ بندیانو په ګډون ۲۹ ملکي وګړي وژل شوي او تر پنځوس ډېر نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د برید سیمې ته څېرمه ۴۰ کورنۍ ژغورلې او دغه راز تر ۱۰۰۰ تنه د ډېرو زندانیانو د تېښتې مخنیوی یې هم کړی دی.
































