د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ بزګرانو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه د یوه کوچني بند د جوړولو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد بند د بالابلوک ولسوالۍ د سیاه ځنګل په کلي کې جوړېږي، چې ۷۰ متره اوږدوالی، ۴ متره سور او د لسګونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د یاد ریاست د چارواکو په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول، د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغېز ولري او هم به د کارېزونو او څاه ګانو په اوبو به هم ګټور تمام شي.
































