د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د اورېدو اټکل کړی دی. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو اورښتونو امکان نن او سبا په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوگر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننگرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، اروزگان، دایکندي، هرات، غور، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني او سمنګانو کې امکان لري. د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۵ سانتي مترو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
































