سرپرست حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی دی. اقتصادي معاونيت، د اقتصادي وضعيت په تړاو د نړیوال بانک له لوري د خپور شوي راپور د هغو برخو ستاینه کړې چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دي او هغې برخې یې رد کړې دي چې له عیني واقعیتونو څخه لرې دي. د اقتصادي معاونیت په باور؛ که نړيواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي؛ نو افغانســــــتان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم په بشپړ ډول پرمختګ وکړي. دغه راز په اعلامیه کې، د نړیوال بانک په څېر نړېوالو بنسټونو څخه غوښتنه شوې چې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو کې عیني واقعیتونه منعکس کړي. د یادونې وړ ده چې د نړیوال بانک په وروستي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ په پرتله په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.












