بېجېنګ کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفارت په چین کې د مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو د وېش لړۍ د پیل خبر ورکړی. یاد سفارت ویلي، د دې سفارت د هڅو په پایله کې د افغانانو لپاره د نوي پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه او په شرایطو برابر هېوادوال کولی شي، چې له سفارت څخه نوی پاسپورت ترلاسه کړي.
































