د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د غزني ۱۸ ولسوالیو له ولسوالانو سره په کتنه کې په دې ولایت کې د ۳۱مخابراتي انتنونو د نصبولو خبر ورکړی دی. د غزني ولایت مقام په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو مخابراتي سایټونو له ډلې به ۲۸ سایټونه په ۱۸ ولسوالیو کې او ۳ هغه به یې د عمومي لارې د وصل په موخه نصب شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د غزني ولایت ولسوالانو د دولتي ادارو د انټرنېټ د کیفیت لوړولو غوښتنه هم کړې چې د مخابراتو سرپرست وزیر د دغې ستونزې د ژر حل ډاډ ورکړی دی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ټي ډي اېف د لسمې پروژې پر اساس په پام کې لري چې په ټول هېواد کې ۴۵۰ مخابراتي انتنونه نصب کړي.
































