د امریکا په کلمبیا پوهنتون کې مېشتې د یور اسیا نېټ په نوم رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت د تاجکستان د برېښنا ټول پورونه پرې کړل. راپور کې د تاجکستان د اوبو او برېښنا سرچینو وزیر له قوله لیکل شوي، په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره که څه هم په یو وار پورونه ادا نشول خو اوس یې د برېښنا پور په بشپړ ډول پرې کړی دی. راپور زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳م کال تاجکستان افغانستان ته د ۱۱۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا ورکړې وه چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله پنځه سلنه ډېره وه. په راپور کې نه دي ویل شوي چې د ټول پور اندازه څومره وه او نه هم سرپرست حکومت تر دې دمه د دې موضوع په اړه څه ویلي دي.
































