د کونړ ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالي کې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کونړ د والي ویاند عبدلغني مصمم د چاودنې پخلي تر څنګ زیاته کړې ده چې پېښه نن سهار شاو خوا لس نیمې بجې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ د موڼې سیمې ته نږدې د یو ځا پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې او له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي. د والي ویاند وايي د ټپیانو روغتیايي وضیعت ښه دی او د پیښي په اړه څیړني پیل شوې دي.
































