د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نږدې راتلونکې کې په کابل کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو پلان نه لري. د یاد وزارت مرستیال ویاند وېدانټ پټېل ویلي، چې د سرپرست حکومت د چارواکو په ګډون له ګڼو افغانانو سره د افغانستان د ننه او بهر تعامل کې دي خو ښوونځیو ته د نجونو ورګرځېدا د دې تعامل تر ټولو اړینه برخه ده. پټېل ویلي چې هېواد یې لا هم پر سرپرست حکومت فشار راوړي چې د ښځو برخه کې هغه فرمانونه بېرته واخلي چې د هغوی ژوند په ګډون د اړېکو نرمښت اغېزمنوي. هغه زیاته کړې چې له سرپرست حکومت سره عادي اړېکې د ټولو افغانانو حقونو ته پر درناوي مشروطې دي.
































