د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په خپلو بېلابېلو لابراتوارونو کې ۱۷۸ مشکوکې پېښې څېړلې دي چې ۳۶ هغه یې مثبتې وې. ددغه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښې شمېرو۳۶۷۸۷ ته ورسېد، چې اویا سلنه ناروغان یې بېرته روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کوم ناروغ کس له دې ناروغۍ نه دی مړ شوی، خو په ټوله کې له دې ناروغۍ څخه تر اوسه پورې ۱۲۸۸ کسان مړه شوي دي. دغه راز له لوی اختر وروسته هم د ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی نه دی راغلی.عامې روغتیا وزارت وایي، چې کېدای شي په راتلونکو اونیو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شي، ځکه چې په اختر کې خلکو تر ډېره د دوی روغتیایي سپارښتنې نه دي عملي کړې، خو دوی په دې برخه کې پوره تیاری لري. اکمل سمسور د پوهنتونونو او ښوونځیو د بیا پیلېدو په اړه ویلي، چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه کابینه کوي.
































