د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې په ګډون ۵ نړیوالو غیري دولتي سازمانونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د واورې نشتوالی، ککړه هوا او وچکالۍ هغه ناوړه نښې دي، چې په ۳۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې، افغانستان د تېرو کلونو په پرتله یوازې له ۴۵څخه تر ۶۰ فیصده اورښت درلود. سرچینه زیاتوي چې دغه ناوړه شرایط تر ټولو زیات ماشومان او زیان منونکې کورنۍ چې په کرنه بسیا دي زیانمنوي او زیاتوي چې د ۳۴ ولایتونو په ګډون شاوخوا ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له سختو او ناوړه شرایطو سره مخ دي.
































