یو شمېر کابل ښاریان په درملتونونو کې د درملو له لوړې بیې شکایت لري، دوی له مسوولینو غواړي، چې په هېواد کې د درملو د بیو د کنټرول په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. په ورته مهال د خوړو او درملو ملي اداره وايي، چې هجري لمریز کال کې په پلازمېنه او یو شمېر ولایتو کې د درمل پلورونکو له لوري د درملو د لوړو بیو په تړاو له سلو زیات شکایتونه ورته رسېدلې دي. د خوړو او درملو ملي ادارې د شمېرو له مخې افغانستان ته ۸۰ سلنه درمل له بهره راواردېږي.
































