د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د خوست ولایت د غلام خان فرضي کرښې ته څیرمه د راسنتېدونکو کډوالو لپاره مرکز جوړېږي. د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د خوست غلام خان فرضي کرښه کې د یاد مرکز د جوړیدو د بنسټ ډبرې کیښودو پر مهال ویلي، ښایي د پسرلي په رارسېدو سره هېواد ته د بیرته راستنېدونکو کډوالو د راستنېدو لړۍ لا چټکه شي، چې د کوربه هیوادونو ناسم چلند ته په کتو اړینه ده لازم چمتووالی ورته ونیول شي. په دې مرکز کې د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ثبت او راجستر دفتر، روغتیايي کلینیک، انتظار خونې، تشنابونه، لنډ مهاله پنډغالي او نورې اړیني اسانتیاوي په پام کې نیول شوي، ترڅو هېواد ته راستنېدونکي هیوادوال له خپلو حقونو برخمن او له ستونزو سره مخ نه شي.
































