د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له لوري د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال علمي کنفرانس پیل شو. دغه کنفرانس ته د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال په ګډون د چارو ادارې لوی رییس، د کرنې وزیر، د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر، د ښار جوړونې وزیر، د کلي او پراختیا وزیر، اقتصاد وزیر او د لوړو زده کړو د وزیر ترڅنګ ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی دی. د ننګرهار د رسنیو مرکز ویلي، تمه ده چې په دې کنفرانس کې د داخلي استادانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکي او استادان برخه واخلي او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړي. د دغه کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې لېږل شوي، چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو څخه دي.
































