د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د یوې ژورې څاه د کیندنې چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق ویلي، چې د دغه ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په حاجي ګوهرخان سیمه کې کې د ټولنیز معیشت پروګرام له لوري د ۶۱۷ زره ۹۰۰ افغانیو په لګښت د ۱۲۰ متره په ژور والي د یوې څاه د کیندلو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.












